د ديني عالمانو اعلاميه: اسلامي ټولنې بايد د ديني وجيبې په توکه د نجونو زده کړو حقوق تضمين کړي!

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د نجونو د زده کړو په اړه جوړ شوي کنفرانس پرېکړه‌لیک د نجونو زده کړې اړینې بللې او پر فرضیت یې ټینګار کړی دی.

پرېکړه‌لیک کې ټولو ګډونوالو (د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي، علماوو او د ښځو حقونو فعالانو) ويلي، چې ښځې او نجونې دې د زده کړو له لارې توانمندې شي.

په پرېکړه‌لیک کې زیاته شوې چې په اسلامي ټولنو کې باید د نجونو د زده کړو حق تضمین شي، او د دیني عالمانو په وینا دا یو مشروع حق دی چې محدودول یې د منلو نه دی. همدارنګه، د شرعي‌ متونو ناسم تفسير او د فرهنګي او دوديزو مسايلو له مخې په شریعت کې بدلون راوستل د شریعت جدي سرغړونه بلل شوې ده.

پیعام