
د طالبانو امربالمعروف نوې پرېکړه: د څلویښتو کالو څخه کم عمره ښځې د افغانستان او ازبکستان د ګد بازار ته د ورتګ څخه منع شو
د طالبانو امربالمعروف د څلویښتو کالو څخه کم عمره افغانې ښځې د افغانستان او ازبکستان ګد بازار ته، چې په ترمذ ښار کې جوړ شوی، له ورتګ څخه منع کړي
د دي بازار یو دکاندار وايي چې د محدویت له امله افغان مراجعه کوونکې په دې تجارتي مرکز کې کم شوي.
د افغانستان او ازبکستان ګد بازار یو کال مخکې خپل فعالیت پیل کړی ، د دوو هیوادونو په سرحد کې د ازبکستان په خاوره کې قرار لري. دا بازار یو ازاد تجاري ځای دی چې افغانانو ته اجازه ورکوي چې تر پینځلس ورځو بې د ویزي اقامت ولري.
طالبان مخکې د دې هم په دغه تجاري مرکز کې د سندرې خپرول منع کړي و.