
په اُروزګان ولایت کې د طالبانو لخوا پر ښځو نوی بندیز
د اُروزګان ولایت له مرکز ترینکوټ نه راپورونه وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف اداره دوکاندارانو ته امر کړی، چې په ښځو باندې دې نه وروسته توکي نه پلوري. د دې امر له سرغړونې وروسته، څلور دوکانداران نیول شوي او بندیان شوي دي.
سرچینې وايي چې طالبان یوازې په پلور بندیز بسنه نده کړې، بلکې د ښار په کوڅو کې ګرځېدونکې ښځې هم نیسي، موټرو ته يې په زور پورته کوي، امنیتي مرکزونو ته یې وړي، او د کورنۍ له غړو نه یې د تضمین اخیستلو نه وروسته خوشې کوي. ویل شوي چې د ښځو شخصي موبایلونه هم پلټل کېږي.