
امر بالمعروف: زابل کې مو د يوې اجباري نکاح مخه نیولې ده!
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وايي، د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې يې د يوې نجلۍ د اجباري نکاح مخه نیولې ده. د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې زابل کې د دوی محتسبينو د هغې نکاح مخه نیولې کوم چې يو پلار خپله لور د هغې له خوښي پرته د ۲ ميليونه پاکستانۍ کلدارو په مقابل کې په نکاح ورکوله.
د راپورونو له مخې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې طالب قوماندانان کم عمره نجونې د پيسو په زور ځانونو ته په نکاح کوي. خو د طالبانو امر بالمعروف وزارت وايي، چې د دوی محتسبين د اجباري ودونو مخه نيسي او يوازي تېره اوونۍ يې د ۱۸ اجباري ودونو مخه نیولې ده.
عکس: ارشيف