
يو کس په هرات کې خپله مېرمن، مور او پلار په چاړه وژلي دي
مېرمن ميډيا ته له هرات څخه ځايي سرچینو وويل چې، د یکشنبې په ورځ د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې دغه کس له خپلې مېرمني څخه په چاړه سر غوڅ کړی دی او بیا یې خپله سپین سرې مور او سپین ږیری پلار هم په همدې چاړه وژلي دي.
نوموړی تر دې دريو قتلونو وروسته تښتېدلی دی، خو طالبانو وايي چې د نيولو لپاره يې جدي اقدامات پيل کړي دي.
که څه هم د دې پېښې انګېزه تر دې دمه مالومه نه ده خو ترې دې وړاندې دغه ډول پېښې د کورني تاوتريخوالي، اقتصادي او رواني مشکلاتو له امله رامنځته شوي دي.