په افغانستان کې د میندو د روغتیا بحراني وضعیت

د CBS خبري شبکې په خپل نوې راپور کې په افغانستان کې د میندو روغیایي حالت بحراني ښودلې.

د طالبانو د بیا واک ته رسیدو سره په روغتیایي برخو کې زده کړې او د درملنې خدمتونه په جدي ټوګه محدود شوي.

په کابل کې د نسایي او ولادي داکټره نجمه السماء شفاجو، په افغانستان کې د میندو روغتیا بحراني حالت په اړه اندیښنه ښودلې هغې وویل چې د قابله ګانو او نرسانو په زدکړې بندیز له امله ښځینه روغیتایي کارکونکو کمښت رامنځته شوي، چې دا وضعیت د میندو او ماشومانو ژوند له جدي خطر سره مخ کوي.

هغې همداراز خبرداری ورکړ چې که دا وضعیت دوام ومومي، نو د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت به لا زیات شي، ځکه چې پخواني ډاکټران، قابله‌ګانې او نرسانې یا زړې کېږي او یا مري، او څوک به پاتې نه شي چې دا خدمتونه وړاندې کړي. هغې وویل: «باور لرم چې د مړینو شمېر به زیات شي، او یوه ورځ به په افغانستان کې ښځې پاتې نه شي.» 

داکتره شفاجو د طالبانو حکومت څخه وغوښتل چې د ښځو روغتیایي زده کړو بندیزونه لرې کړي ترڅو ښځې وکولی شي د هیواد په جوړولو کې مرسته وکړي 

هغې وویل: «زه د یوې ډاکټرې، مور، ښځې او مسلمانې په توګه له هغوی غوښتنه کوم چې ښځو ته فرصت ورکړي ترڅو تاسو سره د هېواد په جوړولو کې مرسته وکړي.» 

د نړیوالي مرستې د کمیدا، په خاصه ټوګه سږکال د متحده ایالاتو لخوا د بودجې کمښت، ډیر فشار د افغانستان په روغتیایي برخې باندې وارده کړې. لکه څرنګه چې په نیمروز ولایت کې د ٦٠ سلنې څخه زیاد سیمه ایزه کلینیکونه تړل شوي یا د درملو، قابلو او نرسانو پرته فعالیت کوي د سیمه ایزې ادارې د شمیرو له مخې د٢٠۲۴ کال کې لږ تر لږه ١٠ ښځې او ٢٥ نوي زیږیدلي ماشومان د کلیوالو سیمو نه د ښار مرکزي روغتون ته د لیږد پر مهال خپل ژوند له لاسه وړکړي.

دغه کړکیچن وضعیت او د میندو او نوی زیږیدلو ماشومانو د مړینې د پيښو زیاتوالی په افغانستان کې بیړنۍ روغتیایي مرستو او د محدودیتونو لرې کولو ته اړتیا لري ترڅو د ښځو او ماشومانو ژوند وژغورل شي .

پیعام