
پکتيکا کې د لوړ ولور له کبله يوې کوژدن شوې جوړې، هلک او نجلۍ ځان وژنه کړې!
د طالبانو د امربالمعروف وزارت هغه فرمان چې لوړ ولور یې منع کړی، آیا دا فرمان پلي شوی؟ تر کومه حده؟
په پکتیکا ولایت، برمل ولسوالۍ، د مرغه په سیمه کې، د یوې نجلۍ له ځان وژنې وروسته، د هغې کوژدن الله نور هم ځان وژنه کړې ده.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې د نجلۍ کورنۍ دوه میلیونه کلدارې ولور غوښتې وې او الله نور د دې پیسو د برابرولو لپاره سمنګان ته د کار کولو په موخه تللی و. د سرچینې په وینا، کله چې الله نور له نجلۍ د کورنۍ غوښتنه وکړه چې دا پیسې د قسطونو په ډول ورکړي، دا غوښتنه یې ونه منل شوه. له همدې امله نجلۍ د زهرو په څښلو سره خپل ژوند پای ته ورساوه. د سرچینې د وینا له مخې، الله نور هم د هغې د جنازې په ورځ ځان وژنه کړې ده. سیمه ییزې سرچینې وایي چې دوی یې د یو او بل ترڅنګ ښخ کړل، ځکه د دوی د ګډ ژوند کولو هیله نه وه پوره شوې.
په داسې حال کې چې د امربالمعروف وزارت د ولور (مهر) او ناسم دودونو په اړه فرمان صادر کړی، د یاد فرمان جزئیات داسې دي:
د امربالمعروف وزارت فرمان د ولور او ناسم دودونو په اړه:
۱. د مهر اندازه:
د نکاح (واده) لپاره د مهر اندازه باید له ۵۰ زره افغانۍ زیاته نه وي. د دې حد نه زیات مهر اخیستل شرعاً او قانوناً منع دي.
۲. د ناسم رسمونو منع کول:
لاندې رسمونه او لګښتونه چې ډېری وخت د ولور تر نوم لاندې اخیستل کېږي، غیرشرعي او منع دي:
ولور (پېسې چې له هلک څخه د نجلۍ کورنۍ اخلي)
کاغذ قلم (پېسې د نکاح پر وخت)
د کور کرايه
د واده لګښتونه
۳. قانوني برخورد:
که څوک د دې فرمان مخالفت وکړي یا له ټاکلي حد زیات مهر یا لګښتونه واخلي، له هغه سره به قانوني چلند وشي.
۴. مسؤولیت او د تطبیق څرنګوالی:
علما، قومي مشران، استادان، دیني مبلغین او چارواکي مسؤول دي چې دا فرمان خلکو ته ورسوي، پلی یې کړي، او خلک د ناسم رسمونو له ناوړه پایلو څخه خبر کړي.
په افغانستان کې ډېر ځوانان د ناسمو رواجونو قربانیان شوي دي. د دې ستونزې د مخنیوي لپاره باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي، د سواد کچه لوړه شي، او د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره کاري فرصتونه برابر شي.