
په استرالیا کې یو افغان د نجونو د زده کړې ملاتړ لپاره بایسکل ځغلوي
مظفر علي، یو استرالیایی-افغان فعال، د نجونو د زده کړې ملاتړ او په افغانستان کې د ښځو د وضعیت ښودلو په موخه خپل سفر په بایسکل پیل کړې ده.
هغه خپل سفر د کویینزلند ایالت د مالیني ښار څخه پیل کړې چې موخه یې د سویل استرالیا د اډلایډ ښار ته رسیدل دي.
هغه به په دې سفر کې څه باندې څلور زره کیلومتره لار د بایسکل په وسیله ووهﺉ.
نوموړي د خپل سفر موخه د افغان نجونو وضعیت ته د نړیوالو پام راګرځول بللې.
هغه پخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کارکوونکی و، او په ۲۰۱۴ کال کې یې په اندونیزیا کې له خپلو ملګرو سره یو ښوونځی د کډوالو ماشومانو لپاره جوړ کړ. مظفر وروسته په ۲۰۱۵ کال کې آسترالیا ته راغی.
دا ډول اقدامات د افغان نجونو د زده کړې د ملاتړ لپاره یو مثبت ګام بلل کیږي، چې د نړیوالو پام را اړوي .