د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فویه کوفي وایي د طالبانو موخه د مخالفانو د بلنې څخه د هغوی غږ بندول دی

 د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزيه کوفي د طالبانو د رئیس الوزرا د خبرو په غبرګون کې چې د پخوانیو چارواکو هیواد ته بیرته را ګرځیدو په اړه یې کړې وې، وویل چې دا بلنه د پخلاینې لپاره نه بلکې د مخلفانو د غږ بندولو لپاره یو اقدام دی.


ملا حسن آخند تېره ورځ د مخالفانو څخه وغوښتل چې بیرته افغانستان ته را وګرځي هغه ټینګار وکړ چې طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې او چا ته د زیان رسولو اراده نلري.


 د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خليلزاد بيا د ملا حسن آخند پیغام مثبت ښودلی.

پیعام