
په تهران کې د یوې افغانې نجلۍ مثله شوې جسد موندل شوې
د بشري حقونو سازمان hengaw د راپور له مخې په تهران کې د یوه شپږویشت کلنې افغانې نجلۍ چې هویت یې کبرا رضایي ښودل شوې، جسد یې د تهران د پیشوا ولسوالۍ په یوه سیمه کې د جوزا په دیارلسمه نیټه کې په ښځلو کې مودل شوې، په داسې حال کې چې جسد یې مثله شوی و.
د راپورونو له مخې کبرا رضایي شاوخوا ٥٠ ورځې مخکې د کور څحه کار ته تللو په لاره کې تری تم شوې او وروسته وژل شوې.
hengaw لیکلي چې تر اوسه د نوموړې نور د بدن غړي نه دي موندل شوي.
د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا د پیشوا د امنیې قوماندان سید اکبر عربي له قوله راپور ورکړی چې د دې نجلۍ قاتل نیول شوی دی. نوموړي ویلي چې پولیسو د جسد تر موندلو وروسته د علمي او استخباراتي تحقیقاتو له لارې مجرم وپېژانده او د یو ناڅاپي عملیاتو په ترڅ کې یې ونیوه.
عربي ویلي چې نیول شوي کس د لومړنیو څېړنو پر مهال خپل جرم منلی خو د قرباني نوم یې ندی یاد کړی.
hengaw زیاتوي چې پولیسو تر اوسه د قربانۍ
کورنۍ ته شفاف معلومات نه دي ورکړي. د سازمان د سرچینو له مخې، د شنبې په ورځ د جوزا اوولسمه کله چې کورنۍ یې د تدفین لپاره چمتووالی نیولی و، دایران حکومتي ځواکونو د مراسمو مخه یې نیولې وه، او تر دې دمه یې د رسمي دفن اجازه نه ده ورکړې.
تر اوسه د کبری رضایي په اړه نور معلومات نشته، او د هغې کورنۍ هم له رسنیو سره خبرې نه دي کړې.
دا په داسې حال کې دي چې افغانې نجونې ډیر د دا ډول پیښو قربانیانې شوي دي.