
ګاردین: افغان نارینه د ښځو ځپلو لپاره د طالبانو بې مزده مامورانو په څیر عمل کوي
د ګاردین ورځپانې په یوه راپور کې لیکي چې افغان نارینه ډیر فشار لاندې دي ترڅو خپل د کورنۍ ښځې مجبورې کړي ترڅو د طالبانو د امربالمعروف مامورانو په څیر عمل وکړي.
دا رسنۍ راپور ورکړی چې ډیری افغان نارینه، د طالبانو لخوا د دوي د ښځو د ځورونې مخ نیوي لپاره دوي خپله د طالبانو د بې مزده مامورانو په څیر عمل کوي.
یو افغان پلار د یادې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې پلار اوسیدل په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لاندې ورته یو بد خوب په څیر بدل شوی.
هغه وایي چې اوس تر مهربان پلار ډیر د بندي خانې پیره دار په څیر دی.