پاکستاني پوليسو يوه افغانه مېرمن او د هغې ۴ کلن ماشوم زندان ته اچولي دي!

مېرمن ميډيا ته سرچينې تاييدوي چې پاکستاني پوليسو د دې هېواد په سيندهـ ايالت کې يوه افغان مېرمن د خپل ۴ کلن ماشوم سره يو ځای نيولې او په زندان کې اچولې ده.

سرچينې د دې مېرمنې د نيول کېدو علت د ويزې د وخت پای ته رسېدل ياد کړي خو پاکستاني پوليس ويلي چې دا مېرمن يې د نشه يي توکه د قاچاق په تور نيولې ده.

پاکستاني پوليسو د ۲۰۲۵ کال د پيل سره د کراچي او اسلام اباد تر څنګ په خېبر پښتونخوا کې هم د افغانانو د نيولو لړۍ چټکه کړې ده.

په ورته وخت کې مېرمن ميډيا ته له پېښوره يوې بلې سرچينې تاييد کړه چې پاکستاني پوليس دغلته بې ګناه افغانان نيسي او ورباندې د نشه يي توکو د قاچاق تور لګوي. د سرچينې خبره د نشه يي توکو په تور نیول شوي افغانان د څو هفتو زندان وروسته په لسګونه زرو کلدارو خوشي کوي.

پیعام