ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي: د هبت الله د نيولو لپاره د جزا نړيوالې محکمې حکم د عدالت لپاره لوی ګام دی!

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د دايمي نمايندګۍ مسوول نصير احمد فايق د يوې اعلاميې په خپرولو سره د جزا نړيوالې محکمې له لوري د طالبانو د مشر ملا هبت الله او د طالبانو د قاضي القضات عبدالحکيم حقاني د نيولو د حکم صادرولو هرکلی کړی او دا حکم يې د ښځو په برخه کې عدالت ته د رسېدلو لپاره يو مثبت ګام ياد کړی دی.  


په خپرې شوې اعلامیې کې ويل شوي، طالبانو په تېرو دريو کلونو کې د دين په نوم د افغان مېرمنو پر وړاندې له هر ډول جبر، ظلم او زور زياتي څخه کار واخيست، چې بالاخره د دين څخه ناوړه استفاده يې روښانه او ټولو ته څرګنده شول.


په اعلاميه کې همداراز ويل شوي، افغان مېرمنو په تېرو دريو کلونو کې ډېرې قربانۍ ورکړې، تر شکنجو، زندان او مرګ پورې ټول پرې د طالبانو لخوا تطبيق شول، خو بالاخره دې قربانيو رنګ راوړ. «دا حکم د عدالت لپاره يو لوی ګام دی.»

پیعام