
د کراچي له يو زندانه يوه افغانه مېرمن د خپل ماشوم او خاوند سره يو ځای له دوه کلن زندانه خوشي شوه
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د پاکستان د کراچي له يو زندانه يې د راحيلې په نوم هغه افغان مېرمن د څو کلن ماشوم او د هغې د خاوند نصيب الله يې خوشي کړي چې دوه کاله وړاندې د نشه يي توکو د لېږد په تور نیول شوي وو.
د طالبانو سفارت په اعلاميه کې زياته کړې چې مېرمن راحيله، د هغې ماشوم او د هغې د خاوند نصيب الله ته يې د لارې خراجات ورکړي دي او تر افغانستان پورې رسېدلي دي.
په ورته مهال پاکستان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ويلي چې راحيله، د هغې ماشوم او خاوند د دې کوم د دريو وکيلانو په مرسته خوشي شوي دي خو طالبان يې کريډيټ په خپل نوم کوي.