
طالبانو باميان کې يو شمېر ښځې د جزا نړيوالې محکمې پر ضد او د هبت الله په ملاتړ په زوره لاريون ته را ايستلي
له باميانو څخه سيمه ايزې سرچينې وايي چې د شنبې په ورځ د سلواغې ۶مه نېټه طالبانو په دې ولايت کې د ښځو يوه ډله په زوره د هبت الله اخندزاده په ملاتړ او د جزا نړيوالې محکمې پر ضد لاريون ته را ايستلې وې.
سرچينې وايي، طالبانو دغه ښځې او يو شمېر سړي په زوره پر يو چوک لاريون ته رابللي وو او د جزا نړيوالې محکمې د ستر څارنوال کريم خان د هغې غوښتنې پر ضد يې شعارونه ورکړل کوم چې نوموړي د جزا نړيوالې محکمې څخه د هبت الله اخندزاده او د دې ډلې د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني نيول کېدل غوښتي وو.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ښځو ته د مېرمنو د حقونو لپاره د لاريون اجازه نه ورکول کېږي خو طالبان يې د خپلو ګټو لپاره د افزار په توګه استفاده کوي. طالبانو څو ځلې هغه مېرمنې نيولي، شکنجه کړي او وژلي دي کومو چې د ښځو د کار او زده کړو د حقونو لپاره لاريون کاوه.