طالبان هلمند کې پرته له نارينه وو ښځې روغتونونو ته نه پرېږدي!

مېرمن ميډيا ته له هلمند څخه سيمه ايزو سرچينو وويل، طالبان د دې ولايت په مرکز او ټولو ولسواليو کې ښځو ته اجازه نه ورکوي چې دولتي روغتونونو او روغتيايي مرکزونو ته پرته له محرم څخه مراجعه وکړي.


سرچينې وايي، د ټولو سيمو په دولتي روغتونونو کې د ښځينه ډاکټرانو او نرسانو د شتون سربېره هم ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د ځان يا د خپل ماشوم د ناروغۍ د درملنې لپاره روغتون ته مراجعه وکړي.


د سرچينې په خبره، د روغتونونو او سيمه ايزو روغتيايي مرکزونو په دروازو کې د طالبانو لخوا ګمارل شوي محافظين هغه ښځې روغتون ته نه پرېږدي چې نارينه ور سره نه وي.


يو شمېر ښځينه ناروغانې او د ماشومانو ميندې وايي، د دوی د کور نارينه د ورځې کار ته تللي وي، دوی مجبوره وي چې په عاجل وخت کې ماشوم خپله روغتيايي مرکز ته بوځي.

په دغو مراجعينو کې زيات شمېر داسې ښځې هم موجودې دي چې کونډي دي او د يتيمانو هر ډول پالل دوی ته ور دغاړي دي.

پیعام