طالبان: د افغان نجونو لپاره د پاکستان پر تحصيلي بورسونو توافق نه دی شوی

‏د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نن دوشنبه د سلواغې ۸مه په يوې اعلاميې کې د پاکستان سره د افغان نجونو لپاره د تحصيلي بورسونو مشروط توافق رد کړی دی او ويلي يې دي چې د پاکستان په شمول د هیڅ يو هېواد سره د افغان نجونو لپاره د تحصيلي بورسونو توافق نلري.


پاکستان د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په مياشت کې د افغان محصلانو لپاره د علامه اقبال په نوم ۴۵۰۰ تحصيلي بورسونه اعلان کړل چې دغو بورسونو کې ۳۰ سلنه يې نجونو ته ځانګړي شوي دي. د شنبې او یکشنبې په ورځو پېښور او کويټه کې په فزيکي توګه او له افغانستان څخه په انلاين توګه د دغو بورسونو لپاره ازموينې واخيستل شوې؛ چې ور سره د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان وويل چې د طالبانو سره يې د افغان ښځينه محصلانو پر سر مشروط توافق کړی چې له مخې يې د هرې محصلې سره يو محرم ته هم د پاکستان ويزه ورکوي.


دغه بورسونه پر ټولنيزو شبکو د يو لړ غبرګونونو سره مخ شول، منقدينو دا د طالبانو هغه پلان وباله چې د دې لپاره يې افغانستان کې پر نجونو زده کړې بندې کړي چې پاکستان کې زده کړو کولو ته مجبوره شي. د دې غبرګونونو په جواب کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي چې دا توافق نه دی شوی او مغرضي کړۍ د دوی د حکومت د بدنامولو لپاره پروپاګند کوي.

پیعام