
د طالبانو تر واکمنۍ وروسته افغان ښځينه کرکټ لوبډله خپله لومړۍ لوبه تر سره کوي!
راپورونه وايي، ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ښځينه ملي لوبډله د شاوخوا څلورو کلونو ځنډ وروسته يو ځل بيا د سيالۍ ډګر ته کوزه شي.
د راپورونو له مخې، پر افغانستان د طالبانو د بيا ځلې واکمنېدو وروسته به په لومړي ځل افغان کرکټ ښځينه لوبډله د راروانې پنجشنبې په ورځ د اسټراليا په مېلبورن ښار کې د بې پولې ښځينه کرکټ لوبډلې پر وړاندې خپله لومړۍ رسمي لوبه تر سره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بيا ځلې واکمنېدو سره د افغانستان د ښځينه کرکټ لوبډله د طالبانو لخوا لغوه شوه چې دامهال يې ټولې غړې په تبعيد کې ژوند کوي.