
عبدالسلام ضعیف د نجونو زده کړو د خلاصون لپاره پر هبت الله اخندزاده د ديني عالمانو د اجماع جوړولو غږ کړی دی
په پاکستان کې د طالبانو د پخوانۍ دورې سفير مولوي عبدالسلام ضعیف د يوه ليک له لارې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخندزاده څخه غوښتنه کړې ده چې نور دې د نجونو پر زده کړو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.
نوموړي د دغه ليک له لارې له هبت الله اخندزاده څخه غوښتي دي چې د نجونو د زده کړو په اړه دې د ديني عالمانو يوه اجماع جوړه کړي. «د نجونو زده کړه يوه مهمه اړتيا ده بايد له پامه ونه غورځول شي او د ديني عالمانو اجماع دې ورته حل لاره راوباسي.»
دا په داسې حال کې ده چې هبت الله اخندزاده پر طالب چارواکو او طالب مبلغينو بنديز لګولی چې نور دې د نجونو د زده کړو په اړه څرګندونې نه کوي. تر مولوي ضعيف وړاندې عباس ستانکزی د نجونو پر زده کړو د بنديزونو د پای ته رسولو د غوښتنې له وجې له بنديزونو سره مخ شو.