
اوچا: په ۲۰۲۵ کال کې به په خوارځوکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۳.۵ ميليونه ته لوړ شي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» نن سه شنبه د سلواغې ۹ مه په يوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به په دې هېواد کې په خوارځوکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۳.۵ ميليونه ته پورته شي.
د امریکا د مرستو له ځنډېدو وروسته په افغانستان کې د دغه هېواد تر ملاتړ لاندې ډېرو بنسټونو خپل فعالیتونه درولي دي. اوچا پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په افغانستان کې نویو زېږېدلو ماشومانو او مېندو ته مغذي خواړه چمتو او له هغوی بشردوستانه ملاتړ زیات کړي.
نوموړي بنسټ ټينګار کړی چې دا ډول ملاتړ کولای شي کورنیو ته روغتيايي خواړه او ورځنۍ اړتیاوې برابرې کړي.