
یو سړي، کاپیسا کې درې میرمنې په ډزو وژلي دي
یو سړي په کاپیسا کې درې ښځې په ډزو له منځه وړي دي
د کاپیسا سیمه ییز طالب چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې یوه سړي یوه ۴۵ کلنه ښځه او د هغې دوه لوڼې په ډزو وژلي دي.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالفتاح فايز ویلي: "چې دا پېښه تېره ورځ د کوهستاناتو د حصه دوه ولسوالۍ د قطب الدين خېلو په کلي کې رامنځته شوې ده."
د نوموړي په وينا، دغه کسان لومړى د کلاشينکوف په ډزو ټپيان شوي ول، خو په روغتون کې يې ساه ورکړه.
نوموړي د دغې پېښې لامل کورنۍ دښمني بللې.
ښاغلي فایز زیاته کړې چې ددغې پيښې په اړوند دوه تنه د دوى له خوا نيول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې طالبانو د هېواد په ټولو برخو کې په کور د ننه د پلټنو په پيلولو سره "ناقانونه وسلې" راټولې کړې دي.
داسې ګونګوسې شته چې نوموړي د داسې کسانو له لوري وژل شوي چې د طالبانو سره تړاو لري.