
خوست کې د يوې اميدوارې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون درې ښځې او پنځه نارينه په ډزو کې وژل شوي دي
پرون سه شنبه د سلواغې ۹مه د شپې ناوخته د خوست ولايت د عليشيرو ولسوالۍ په بوخانو کلي کې يو کس چې د سرچينو له قوله د طالبانو د استخباراتو غړی دی، د خپل تره کور ته ننوتی دی او د پخوانۍ شخړې د غچ اخيستو په پار يې د ښځو او ماشومانو په ګډون د دې کور ۱۰ غړي وژلي دي.
مېرمن ميډيا ته له خوست څخه سرچينو وويل، په دې پېښه کې دوه ماشومان، درې ښځې او پنځه نارينه وژل شوي دي.
په وژل شويو ماشومانو کې يو هلک او يوه نجلۍ وه، په ښځو کې يوه سپين سرې ښځه، يوه ځوانه ښځه او بله ښځه اميدواره وه همداراز په وژل شويو نارينه وو کې يو سپين ږيری او څلور ځوانان شامل وو.
د پېښې عامل تر اوسه پورې نه دی نيول شوی او دغه موضوع لا تر اوسه پورې سمه نه ده روښانه شوې خو د دې کلي د يو بل اوسېدونکي له قوله د دوو کورنيو ترمنځ د يو پخواني جنجال له امله دا غميزه رامنځته شوې ده. نوموړی وايي دغه دوه کورنۍ د ترونو زامن وو چې مقابل اړخ د طالبانو په استخباراتو کې دنده درلوده.