راپورونه: په خوست کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ د لسو غړو قاتل ونيول شو!

راپورونه وايي، نن چهارشنبه د سلواغې ۱۰مه طالبانو خوست کې هغه کس نيولی چې تېره شپه يې د دريو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ لس غړي په ډزو وژلي وو.

راپورونه وايي چې په دغه پېښه کې څو نور کسان هم ککړ دي چې تر اوسه پورې د طالبانو د امنيتي ځواکونو لخوا دا يو کس نيول شوی دی.
تېره شپه د خوست په عليشيرو ولسوالۍ کې د يوې شخصي دښمنۍ پاللو پايله کې د يوې کورنۍ لس غړي ووژل شول چې په دريو ښځو کې يوه اميدواره هم وه.

پیعام