نيلاب ستانکزۍ: سبا به د افغانستان د ښځينه کرکټ ملي لوبډلې ۱۴ غړې په آسټراليا کې لوبه وکړي!

د افغانستان د کرېکټ ښځینه لوبډله د جمهوریت له سقوط وروسته د لومړي ځل لپاره سبا پنجشنبه د سلواغې ۱۱مه نېټه د آسټرالیا په مېلبورن ښار کې لوبه ترسره کوي. د دې لوبډلې يوې ښځينه لوبغاړې نيلاب ستانکزۍ د اس بي اس پښتو سره په خبرو کې ويلي چې دا لوبه د اسټراليا د کرکټ بورډ لخوا تمويلېږي او د کرکټ نړيوالې شورا د دوی غوښتنې تر اوسه پورې نه دي منلي.

نيلاب ستانکزۍ زياته کړه چې دوی تېر کال د کرکټ د نړيوالې شورا څخه په يوه ليک کې غوښتي وو چې د افغانستان د ښځو کرکټ ملي لوبډله بيرته پر پښو ودروي، خو په وينا يې تر اوسه يې هيڅ ډول ځواب نه دی ترلاسه کړی.

نوموړې وويل چې سبا ورځ به د بې پولي په نوم د کرکټ يوې لوبډلې سره لوبه وکړي چې د افغانستان د ښځو د کرکټ ۱۴ غړي ورته انتخاب شوي دي. نيلاب ستانکزۍ د اسټراليا د کرکټ بورډ څخه په مننې سره وويل چې هيله لري، په راتلونکي کې هم د افغان ښځو کرکټ ملي لوبډله سپانسر کړي.

اغلې ستانکزۍ همدارنګه د هغو مېرمنو غوښتنې ته په غبرګون کې، چې د افغانستان د نارينه وو پر کرکټ لوبډله يې د بنديزونو غوښتنه کوله وويل چې د کرکټ نړيواله شورا بايد د افغانستان پر کرکټ بنديزونه ونه لګوي، نوموړې وايي اوسمهال د افغانانو یوازینۍ خوشالي د همدې کرکټ لوبډلې په بريا سره افغانان محسوسوي.


پیعام