حامد کرزي د افغان ښځينه کرکټ ملي لوبډلې بيرته راستنېدو ته خوښي څرګنده کړې

د افغانستان د ښځينه کرکټ ملي لوبډلې څخه د افغانانو د پراخ ملاتړ په دوام د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د افغان ښځينه کرکټ ملي لوبغاړو بريا او پرمختګ ته هيله مندي او خوښي څرګنده کړې ده.


حامد کرزي د لوبو ډګر ته د افغان ښځينه کرکټ لوبډلې بيا ځلې راستنېدلو ته خوښي ښودلې او هيله يې څرګنده کړې چې په راتلونکي کې د افغانستان د خويندو کرکټ ملي لوبډله د وروڼو د کرکټ ملي لوبډلې په څېر نړيوالې سيالۍ وکړي او هېواد ته وياړ راوړي.


دا په داسې حال کې ده چې تېره پنجشنبه د جمهوري دولت تر سقوط وروسته په لومړي ځل افغان ښځينه کرکټ ملي لوبډلې په اسټراليا کې د بې پولې ښځينه کرکټ لوبډلې پر وړاندې تمريناتي لوبه تر سره کړه.

پیعام