کونړ ولايت کې يوه کس خپله مېرمن وژلې ده

مېرمن ميډيا ته له کونړ څخه يوې سرچينې وويل چې د دې ولايت د چپې درې ولسوالۍ په ګلسلک کلي يوه کس خپله مېرمن په ډزو وژلې ده.


دا پېښه نن دوشنبه د سلواغې ۱۵مه نېټه سهار ۹ بجې رامنځته شوې ده، د سرچينې په خبره قاتل عطاء الله نومېږي او د خپلې مېرمنې تر قتل وروسته له سيمې تښتېدلی دی.


که څه هم د دغه قتل اصلي انګېزه نه ده مالومه او د طالبانو ځايي مسوولينو هم په دې اړه څه نه دي ويلي خو سرچينه وايي چې ياد کس تر دې وړاندې خپله مېرمن ډېره وهله او په کور کې به يې تاوتريخوالی زيات وو.

پیعام