د کابل په لويديځ کې يوې مېرمنې ځان وژنه کړې ده

سرچينې وايي، د کابل په لوېدیځ مهديه مېنه کې يوې ځوانې مېرمنې ځان وژنه کړې ده.


   د کابل په لوېدیځ کې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه تېره ورځ (جمعه، د سلواغې ۱۹مه) رامنځته شوې ده.


 د سرچینې په وینا، دغې ښځې یو ماشوم درلود او د کورني تاوتریخوالي له امله یې خپل ژوند پای ته ورساوه. 

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د يادې مېرمنې جسد عدلي طب ته وړى دى.


 سرچينې د يادې مېرمنې د هويت او عمر په اړه څه نه دي ويلي. کابل کې د طالبانو امنیتي چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پیعام