بغلان کې يوه تازه واده شوې ناوې د خپل مېړه لخوا وژل شوې ده

په بغلان کې ځایي سرچینې نن شنبه د سلواغې پر ۲۰مه رسنيو ته وويل چې درې ورځې وړاندې د مرکزي بغلان ولسوالۍ جرخشک کلي کې یوه ځوانه نجلۍ له واده دوه ورځې وروسته، د خپل مېړه له خوا وژل شوې ده.


د بغلان د مرکزي روغتون مسوولين وايي، دغه نجلۍ اصلي د کندز ولایت اوسېدونکې وه او د مېړه له خوا زندۍ شوې او مړه شوې ده.

د دې وژنې انګېزه تر اوسه څرګنده نه ده او نه هم په دې ولايت کې د طالبانو مسوولينو په دې اړه څه ويلي دي.

پیعام