د «مروارید پنبه ريز» شرکت په چوکاټ کې افغانې ښځې د سياسي او جنسي استفادې لپاره بلک مېل کېږي!

د کابل په شیرپور کې د «مرواريد پنبه ريز» نومې ايراني شرکت په اړه زاويه نيوز راپور ورکړی چې په انلاين ډول د جلدي کریمونو او ښځينه ارايشي توکو پلور کوي. يوه قرباني نجلۍ وايي چې دا شرکت د تن فروشۍ کاروبار ته زمينه سازي کوي، د نجونو عکسونه ثبتوي او د بلک مېلېنګ لپاره يې کاروي.

مېرمن ميډيا له خپلو سرچينو د «مرواريد پنبه ريز» شرکت جواز ترلاسه کړی، دغه شرکت اصلاً ايرانی دی او په افغانستان کې يې نماينده ګي په ۹۱۸۴۰ جواز لمبر د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا په ۱۴۰۳ کال کې د ابراهيم سلطاني په نوم ثبت شوې ده.

په ښکاره توګه د دې شرکت لخوا د بېلابېلو کمپنيو آرايشي توکي پلورل کېږي خو د سرچينو د مالوماتو له مخې، د دې شرکت يو شمېر کار کوونکي د افغان نجونو له مجبورۍ (چې د تعليم او کار څخه منع دي) ناوړه استفاده کوي، د هغوی عکسونه او په انلاين ټرېنګونونو کې د هغوی ويډيوګانې ثبتوي او بيا يې بلک مېل کوي.

سرچينې دا هم وايي چې د بلک مېلينګ له دې کاروبار څخه د طالبانو استخبارات هم استفاده کوي او د سياسي مخالفينو، سوداګرو او يو شمېر نورو هېوادوالو د راګيرولو د وسيلې په توګه يې کاروي.

پیعام