په افغانستان کې په تېرو څه باندې درې مياشتو کې د ۲۰ ښځو او ۶ ماشومانو په ګډون ۵۴ کسانو ځان وژنې کړې دي

د راپورونو له مخې، په تېرو په څه باندې دريو میاشتو کې د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې ۵۴ کسانو ځانونه وژلي دي. په دې ډله کې ۲۰ ښځې او ۶ ماشومان هم شامل دي.

د دغو ځان‌ وژنو عمده لاملونه بې وزلي، بې ‌کاري، اقتصادي ستونزې او کورنی تاوتريخوالی بلل کېږي.

په دغه راپور کې د ځان وژنې هغه شمېرې را اخیستل شوي، چې په رسنيو کې خپرې شوې دي. اطلاعاتو ته د نه لاسرسي او د طالبانو له لوري د رسنیو د ځپلو له امله احتمال لري چې د ځان‌ وژنې پېښې تر دې هم ډېرې وي.

پیعام