
طالبانو غزني کې يوه ښځه د اخلاقي فساد په جرم په عام محضر کې په دورو وهلې ده!
افغان مېرمنو ته د طالبانو لخوا د تعزيري سزاګانو په دوام، د طالبانو سترې محکمې نن چهارشنبه د سلواغې ۲۴مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په غزني ولايت کې يې يوه ښځه د اخلاقي په فساد په جرم په عام محضر کې په دورو وهلې ده.
د يادې خبرپاڼې له مخې، د غزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې د طالبانو ابتدايه محکمې يوه ښځه د اخلاقي فساد په جرم ۲۰ دورې وهلې او په يو کال تنفيذي بند يې محکومه کړې ده.