سمنګان کې له کورنیو د ملاتړ په موخه د ۱۷۰ جوړو ډلییز واده

سمنګان ولایت کې محلي مشرانو او سرمایه‌دارنو په شخصي لګښت د ۱۷۰ جوړو وادونه ترسره کړل. د واده ترسره کوونکو ویلې دي چې دا کار یې له بې وسه کورنیو د ملاتړ، د بې‌ځایه لګښتونو د مخنیوي او له ناوړه دودونو سره د مبارزې په موخه ترسره کړی دی.


د افغانستان په سنتي ټولنه کې د وادونو زیاد لګښت ځوانان اړ کوي چې ګاونډیو هیوادونو ته مهاجرت وکړي، او یا بې‌واده پاتې شي. په وروستیو کالونو کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د بې‌ځایه لګښتونو د مخنیوي په موخه ډلییز وادونه ترسره شوې دي.

پیعام