د سمیرا محمدي له لوري کابل کې د «د افغان میرمنو راسټورانټ» د دریمې څانګې پرانیسته

د سمیرا محمدي له لوري کابل ښار کې د «د افغان میرمنو راسټورانټ» دریمه څانګه پرانیستل شوه. دا څانګه نن دوشنبه د سلواغې میاشتې په ۲۹مه نیټه د کابل ښار چلورمه حوزه کې د یو شمېر ښځینه سوداګرو په حضور کې پرانیستل شوه. سمیرا محمدي ددې کار موخه ښځو او نجونو ته د کار د زمینې برابرول یاد کړې دي.


د اغلې محمدي په خبره د «د افغان میرمنو راسټورانټ» په دریو څانګو کې ۳۰ نرینه او ۳۰ ښځینه کارګرانې په کار بوختې دي. محمدي زیاته کړې چې یاد رسټورانټ یې یواځې د ښځو او نجونو لپاره جوړ کړی ؤ خو دریمه څانګه کې یې د نرینه‌وو لپاره هم بېل ځای برابر کړی او سربېره پر دې یې دریمه څانګه کې د ښځو لپاره ګرځنده آشپزخانه فعاله کړې ده.


دغې میرمنې د خپلې شخصي طلا او ګاڼو په مرسته د یاد رسټورانټ پر څانګو پانګونه کړې ده، هغه هیله لري چې په ټول هیواد کې یې څانګې پرانیزي.


د یادولو وړ ده چې طالبانو د تېرو دریو کالونو په اوږدو د ښځو په زده‌کړو او کار سخت بندیزونه لږولي دي، په همدې اساس ډيریو ښځو د هیواد بېلابېلو برخو کې د رسټورانټونو او قهوه‌خونو جوړولو ته مخه کړې ده.

پیعام