پاکستان کې د څلورو اولادونو په ګډون د یوې افغانې ښځینه خبریالې نیول کیدل

پاکستان کې د افغان کډوالو اړوند سرچینو خبر ورکړی چې پاکستاني پولیسو، خبریاله او د معترضو میرمنو غورځنګ غړې ذکیه کاویاني له خپلو څلورو اولادونو سره یو ځای نیولې ده.

د سرچینو په خبره، ذکیه کاویاني د سلواغې میاشتې په ۳۰مه د معترضو میرمنو غورځنګ ته په یوه غږیز پیغام کې ویلې دي چې له خپلو څلورو اولادونه سره یو ځای د پاکستاني پولیسو له لورې نیول شوې ده. اغلې کاویاني په خپل غږیز پیغام کې له معترضو میرمنو او پاکستان کې مېشتو کډوالو غوښتې دي چې د خلاصون لپاره یې محکمې ته عارض شي.

د دغې میرمنې د نیول کیدو دقیق ځای او وخت تراوسه ندی په ډاګه شوی. د یادولو وړه چې پاکستاني پولیسو په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د اخراج پروسه ګړندی کړې ده . یواځې په تېره یوه میاشت کې پاکستاني پولیسو ۶۵ ماشومان او ۳۰ میرمنې له دې هیواد څخه اخراج کړې دي. د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستان څخه غوښتې دي چې د افغان کډوالو د اخراج پروسه بنده کړي.

پیعام