
د ۲۰۲۵ میلادي کال د ښځو د حقوقو نړیواله جایزه مسعوده جلال او حسنا جلال ته ورکړل شوه
د جنیوا د بشر د حقونو او دموکراسۍ په اویایمه ناسته کې د ښځو د حقونو نړیواله جایزه دوو افغانو سیاسي فعالانو مسعوده جلال او حسنا جلال ته ورکړل شوه. مسعوده جلال ویلې دي چې د ښځو له حقونو د دفاع مبارزې ته به دوام ورکوي.
د جنیوا د بشر د حقونو او دموکراسۍ اویایمه ناسته د سلواغې میاشتې په ۳۰مه نېټه د ملګرو ملتونو سازمان د څار استازې هیلل نویر په وینا سره پیل شوه. په دې ناسته کې په مختلفو هیوانو بخوص افغانستان، ایران او روسیه کې د بشر د حقونو د نقض په اړه بحثونه ترسره شوې دي.