
طالبانو غزني او تخار کې د ۲ مېرمنو په ګډون ۹ کسان په درو وهلي
د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې چې د ۲ مېرمنو په ګډون یې ۹ کسان غزني او تخار ولایتونو کې د غلا، لواطت، له کوره د تېښتې، او د یوې ښځې د اختطاف په تور په درو وهلې دي.
یاد خبر د تېرې دوشنبې په ورځ د سلواغې میاشتې په ۲۹ د سترې محکمې له لوري په یوه اعلامیه کې خپور شوی دی.
ددې اعلامیه په اساس یاد کسان د غزني په جغوري او د تخار په فرخار ولسوالیو کې مجازات شوې دي.
د راټولو شوو شمېرنو له مخې د روانې میاشتې له پیله طالبانو د ۸ ښځو په ګډون له ۶۰ ډېر کسانو د هیواد په نهو ولایتونو کې د بېلابېلو په تورونو په اساس په درو وهلې دي.