
کندهار کې يوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه کړې ده
راپورونه وايي، د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ يوې ځوانې نجلۍ د زهرو په خوړلو سره ځان وژنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، څو ورځې وړاندې دغه نجلۍ پرته د هغې له خوښې يو عمر خوړلي سړي ته ور په نکاح شوې وه، چې تېره ورځ يې زهر خوړلي او د کندهار په ميرويس حوزوي روغتون کې يې ساه ورکړې ده.