طالبانو د جاغوري اوسیدونکي اړ کړي په درو د وهلو حکم لیدو ته ورشي

د غزني ځایي سرچینو د سلواغې میاشتې په ۲۹ د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی چې طالبانو جاغوري کې څلور نرینه او یوه ښځه د غلا او نامشروع اړیکو په جرم په درو وهلي دي.


سرچینې زیاتوي چې طالبانو درې نرینه د غلا او یوه ښځه د نامشروع اړیکو د لرلو له آمله مجازات کړې دي. همدا ډول خبر ورکړل شوی چې طالبانو د جاغوري خلک اړ کړي چې د درو وهلو حکم له نېږدې وویني، دوی ددې کار لپاره د جغور ښار د خلکو په مخ تړل ؤ.


د طالبانو سترې محکمې چې هره ورځ د هیواد په بېلابېلو برخو کې په خلکو د درو وهلو حکم عملي کوي په دې اړه څه ندي ویلي.

پیعام