
د کرېکټ په نړیواله شورا د تونیا آنتونیازی نیوکه: د افغان مېرمنو حقوق له پامه لویدلي
د بریتانیا د پارلمان غړي تونیا آنتونیازی د کرېکټ په نړیواله شورا له دې امله نیوکه کړې چې ولې یې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله اتلانو جام له لوبو نده راګرځولې. هغه ویلې دي چې د کرېکټ نړیواله شورا، اتلانو جام کې د افغان ملي لوبډلې په منلو سره د تبعیض ضد سیاست له پامه غورزوي.
آنتونیازي په خپله بیانیه کې چې سهشنبه د سلواغې میاشتې په ۳۰مه خپره شوه ویلي دي چې د کرېکټ نړیواله شورا د ورزش په نړۍ کې د تبعیض ضد تر ټولو سخت سیاستونه لري، د کرېکټ له ټولو لوبغاړو ساتنه کوي او له دوی د ناسمې استفادې مخه نیسي.
هغه زیاته کړه چې« د کرېکټ نړیواله شورا څه ډول کولای شي خپل ملاتړي قانع کړې چې په واقعي ډول د ښځو له کرېکټ ملاتړ کوي؟ د یادې شورا دا ډول پرېکړه ممکن له کرېکټ څخه د ډیرو مینوالو زړونه تور کړي. څوګ به له هغه سازمان ملاتړ وکړي چې په ښکاره ډول یې د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو په نابودۍ سترګې پټې کړې دي؟