د سترې محکمې له لوري خوست او فریاب ولايتونو کې د یوې ښځې په ګډون د شپږو کسانو په درو وهل کیدل

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې خوست او فریاب ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون شپږ کسان له کور څخه د تېښتې، قتل او لواطت په تور عام محضر کې په درو وهل شوې دي. یادې محکمې د سلواغې میاشتې په ۳۰مه خبر ورکړی چې یاد کسان د ۳۹ درو ترڅنګ له یو تر پنځو کالو تنفیذي بند باندې هم محکوم شوي دی. 


د یوې بلې خبرپاڼې له مخې خوست ولایت کې درې نور کسان  د لواطت او قتل په توورونو عام محضر کې په درو وهل شوي  دي. د یاد ولایت د باک ولسوالی د ابتدایی محکمې د حکم له مخې دوه کسان د یو کال او یو کس په پنځه کاله تنفیذي بند محکوم شوي دي.


د یادولو وړ ده چې طالبانو تیرو دری‌نيمو کالونو کې په ځلونو خلک د مدافع وکیل له شتون پرته په خپلو محاکمو کې محاکمه کړي، په درو وهلي او بندیان کړې دي.

پیعام