
افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د روغتیایي خدمتونو د ملاتړ په موخه د جاپان له لوري د ۵۰۰ زرو ډالرو مرسته
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی چې جاپان له اغېزمنشوو ټولنو په ځانګړې ډول د افغان ښځو او ماشومانو لپاره د اړینو روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ۵۰۰زره امریکایي ډالرو مرسته کړې ده. دا پروژه به د روان میلادي کال له مارچ میاشتې پیل او د ۲۰۲۶ میلادي تر فبروری میاشتې دوام وکړي. ددې پروژې له مخې به د هیواد په اغېزمنشوو سیمو کې له خلکو سره اړینې روغتیايي مرستې ترسره شي.
په افغانستان کې د یاد سازمان استازي داکټر ادوین سنیزا وویل چې دا کار په افغانستان کې د عاجلو روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې حیاتي رول لري.
په افغانستان کې د جاپان سفیر کورومیا تاکایوشي وویل چې دا کار یې د افغان مېرمنو او ماشومانو د روغتیا د ساتنې په موخه ترسره کړی دی.
د یادولو وړ ده چې جاپان په تېر کې هم په ځلونو افغانستان کې له اړمنو خلکو سره مرستې کړې دي. څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان خبر ورکړی ؤ چې د افغانستان روغتیايي سیستم د طالبان تر کنټرول لاندې د فلج کیدو په حالت کې ده.