
د بامیان ولایت په ورس ولسوالی کې د طالبانو د یوه غړي له لوري پر یوې ۹ کلنې نجلې جنسي تیری
د ورس ولسوالی ځايي سرچېنو خبر ورکړی چې د سید شریف په نوم د طالبانو یوه غړي دې ولسوالی کې پر یوې ۹ کلنې نجلۍ جنسي تیری کړی، چې د کُما حالت کې روغتون ته لېږدول شوې، روحي او جسمي حالت یې نازک دی.
ویل کیږي چې په تېر کې هم د طالبانو اړوند کسانو د هیوادپه بېلابېلو ولایتونو کې جنسي تیري ترسره کړې دي، خو طالب چارواکو تل هڅه کړې چې دا ډول تیري پټ وساتي.