اوچا: طالبانو د ۹ مېرمنو په ګډون ۳۴ بشردوستانه کارمندان نیولې دي

د ملګرو ملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) خبر ورکړی چې د روان کال په جنوري میاشت کې طالبانو د ۹ ښځو په ګډون ۳۴ بشردوستانه کارمندان نیولې دي. د یاد دفتر په خبره ۱۵ کسان د فبروري تر ۱۵مې لا هم په بند کې دي.


سربېره پر دې اوچا د لاس‌وهنو له امله د ۵۶ پروژو د ځنډیدو خبر هم ورکړی. اوچا د کارمندانو د لېست او مالوماتو غوښتنه، په بشردوستانه چارو کې د ښځو پر ګدون بندیز، د ګمارنې په پروسه کې مداخله، د اسنادو په امضا کې ځنډ او تدارکاتي چارو کې لاس‌وهنه د یادو پروژو د ځنډولو لاملونه بللې دي.

پیعام