
له چاپاني مقاماتو سره د طالبانو لیدنه: د بشر حقونو پر درناوي ټينګار
د جاپان د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې ددې هیواد دیپلوماتیک هیئت له طالبانو غوښتې دي چې د بشر حقونو ته درناوی وکړي او د ټولشموله سیاست بهیر تقویه کړي.
د جاپان په بهرنیو چارو وزارت کې د منځیني ختیځ او افریقا د چارو دفتر رائیس توشیهیده آندو له طالب هیئت سره په توکیو کې لیدنه او خبرې ترسره کړې دي. دا لیدنه افغانستان کې د سیاسي وضعیت او د بشر حقونو په اړه ترسره شوې ده.