اروپایي ټولنه: افغانستان کې ټولنیز عدالت او د ښځو حقونو ته ژمن یوو

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازوالۍ د ټولنیز عدالت د نړیوالې ورځې په مناسبت خبر ورکړ چې

د عدالت د تامین په برخه کې د افغانانو ترڅنګ ولاړه ده. یادې استازوالۍ ټینګار وکړ چې په بشري ټولنو کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره ټولنیز عدالت حتمي دی.

د اروپایي اتحادیې استازوالۍ د حوت میاشتې په ۲یمه، پنجشنبه د عدالت نړیوالې ورځې په مناسبت وویل: « موږ د افغان میرمنو له ښوونیزو او کاري حقونو څخه په عادلانه او برابر ډول ملاتړ کوو.»

پیعام