
سپینه ماڼۍ: افغان میرمنې د طالبانو له ځپونکي سیاست څخه زوریږي
د سپینې مڼۍ ویاندې آناکلي ویلې دي چې افغان میرمنې د طالبانو د ځپونکي سیاست له امله زوریږي، افغان میرمنې یې له زده کړو منع کړي او له سخت برخلیک سره مخ دي. هغې دا څرګندونې د امریکا له لوري پر افغانستان د مالي همکاریو د بندولو په ځواب کې کړې دي.
کلي وویل: له دې هیواد څخه د جوبایډن په وتلو سره د طالبان حاکمیت ته لار هواره شوه چې اوس ښځې ددوی له سیاستونو څخه زوریږي.