واشنګټن پوسټ: د امریکا د مالي مرستو بندېدو د افغان مېرمنو تعلیمي پروګرامونه د ځنډيدو له ګواښ سره مخ کړې دي

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو او د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، ډېریو مېرمنو د آنلاین تعلیمي پروګرامونو او یا بهرنیو هېوادونو کې د تحصیلي بورسونو له لارې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی دی. خو د متحده ایالاتو له لوري د ۹۰ ورځو په موخه د نړیوالو مالي مرستو د بندولو له امله، یاد پروګرامونه د ځنډیدو  له خطر سره مخ شوي دي.  


امریکايي پوهنتون یو له هغو بنسټونو څخه ؤ چې په تېر کې یې د مېرمنو لپاره د پام وړ تعلیمي مرستې چمتو کولې، اوس یې ډېری آنلاین کورسونه درولي دي. په بنګله‌دېش کې د اسیايي مېرمنو د پوهنتون بنسټګر، کمال احمد چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې له ۶۰۰ څخه زیاتو افغان مېرمنو سره یې د لوړو زده‌کړو د دوام په برخه کې مرستې کړې، د یادو پروګرامونو د بندېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او جرمني او کاناډا په ګډون یې له نورو هېوادونو غوښتي دي چې خپلې مرستو زیاتې کړي.  


سربېره پر دې هغه مېرمنې چې بهر هیوادونو کې یې د زده‌کړو د دوام فرصت پیدا کړی له ستونزو سره مخ دي. ځینې افغان محصلینې چې په متحده ایالاتو کې یې تحصیلي بورسونه ترلاسه کړي، اندېښنه لري چې د کډوالۍ په نويو پالیسیو کې د بدلونونو له امله به د دوی تحصیلي ویزې تمدید نشي.  


واشنګټن پوسټ خبرداری ورکړی دی چې یاد بدلونونه کولای شي د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېزې ولري. د راپورونو له مخې، که د امریکا مالي مرستې همداسې وځنډیږي نو د افغانستان ناخالصو ملي عوایدو کې ۷ سلنې کموالی راتلی شي

پیعام