
غور ولایت کې یوې ځوانې نجلۍ له واده څخه د انکار له امله ځان وژنه کړې ده
د غور ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي چې یوې نجلۍ په دې ولایت کې له واده د انکار له امله ځان وژنه کړې ده. غور ولایت کې دوو سیمه ییزو سرچینو تائید کړې چې دا پېښه د پنجشنبې په ماښام، د کب په ۲مه، د فیروزکوه ښار په جنوب لویدیځ کې د «دهن اخته» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، یادې ۱۹ کلنې نجلۍ له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته ځان زندی کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی. سرچینې زیاتوي چې دا نجلۍ یو کال مخکې له یو سړي سره کوژده شوې وه، خو له دې کوژدې راضي نه وه. د دې نجلۍ د ځان وژنې لامل له واده څخه انکار ښودل شوی دی.
په غور کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
اجباري ودونه، اقتصادي ستونزې، د طالبانو لخوا پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه او کورني تاوتریخوالي افغانستان کې د ښځو او نجونو د ځان وژنې اصلي لاملونه ګڼل کیږي.