
دیبا فرهمند: له پاکستان څخه د افغان مدني فعالانو او خبریالانو جبري ایستل د پناه غوښتونکو د حقونو نقض دی
ښځو د حقونو فعالې دیبا فرهمند د پاکستان له خوا د افغان مدني فعالانو او خبریالانو د جبري ایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړې وايي چې دا کړنه د پناه غوښتونکو د حقونو ښکاره نقض دی او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې د دې بهیر د درولو لپاره غږ پورته کړي.
د یادولو وړ ده چې پاکستان د افغان پناه غوښتونکو د جبري ایستلو بهیر چټک کړی دی.