
پاکستان له یاد هیواد څخه د بشري حقونو د فعالې زهرا موسوي د ایستلو پرېکړه کړې ده
د افغانستان د عدالت غوښتونکو میرمنو غورځنګ د شنبې په ورځ، د کب په ۴مه، خبر ورکړی چې د پاکستان دولت غواړي د بشري حقونو فعاله زهرا موسوي افغانستان ته ستانه کړي. زهرا موسوي د پاکستان پولیسو لخوا په اسلامآباد کې نیول شوې ده. دې غورځنګ زیاته کړې چې د پاکستان امنیتي ځواکونه پرته له دې چې د افغانستان اوسني شرایط په پام کې ونیسي مهاجرین نیسي او افغانستان ته یې ستنوي.
یاد غورځنګ خبرداری ورکړی چې اجباري نیونې او ایستنې د بشر د حقونو د فعالانو او خبریالانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی. د افغانستان د عدالت غوښتونکو ښځو غورځنګ له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له مدافع بنسټونو غوښتي چې د دې بهیر د درولو په برخه کې اقدامات ترسره وکړي.
له تېرو څو میاشتو راهیسې د پاکستان دولت له لوري د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر چټګ شوی دی.
دې غورځنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د اجباري خروج په برخه کې جدي او بیړني ګامونه پورته کړي. همدا ډول هغوی د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه د ښځو او مدني فعالانو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی.